کابل باختر د تلې اوولسمه :
دوه تنه وسله وال طالبان پرون په دايکڼدي ولايت کې له امنيتي منسوبينو او وګړنيو پاڅون کوونکو سره په نښته کې ووژل شول
د دايکنډي د والي وياند علي اکبر ناطقي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې ددغه ولايت د باتو ولسوالۍ په مربوطاتوکې په امنيتي ځواکونو او وګړنيو پاڅون کوونکو بريد وکړ .
ده وويل چې په دې نښته کې د وګړنيو پاڅون کوونکو يو تن منسوب شهيد شو. ختم_ عطاالله _ اکرم