کابل باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه :
نهه تنه وسله وال طالبان پرون د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍکې ووژل شول.
د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمدحنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د چمتال ولسوالۍ په عرب کلي کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه: د٢٠٩ شاهين قول اردو د منسوبانو دغه عمليات د فارياب ولايت په بلچراغ ولسوالۍ،دبلخ ولايت په چمتال او چاربولک ولسواليو ، دبغلان ولايت دتاله اوبرفک ولسوالۍ، دسمنګانو ولايت په روى دو آب ولسوالۍ، دکندز ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ او د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې دوام لري چې په دغو عملياتوکې دښمن ته د سر زيات زيان اوښتى دى چې جزئيات يې وروسته خپريږي.
پاى ذ کرالله
1 1 دقیقه لوستل