مزارشريف باختردکب دمياشتې٢٧ نيټه :
دبلخ په مرکز او ولسواليو کې څه دپاسه ٧٥ زره ميوه لرونکي او ډولي نيالګي ايښودل کيږي.
د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مرستيال ذبيح الله ذوبين باختر آژانس ته وويل ؛ د دولتي بنسټونو په همکارۍ اود بلخ ولايت د ښاريانو په ملاتړ په نوي کال کې څه دپاسه ٧٥ زره ميوه لرونکي او ډولي نيالګي دبلخ ولايت په ښار او ولسواليو کې ايښودل کيږي.
دغه راز دبلخ ولايت ښاريانو د بلخ د کرنې او مالدارۍ رياست له دغه اقدام څخه په مننني سره وايي ؛ ښاريان بايد دسمسورتيا، چاپيريال ساتنې او د نيالګيو دايښودلو په برخو کې له دولتي بنسټونوسره مرسته وکړي .
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ