کابل باختر د کب لومړى :
دبدخشان دڅلورو ولسواليو روغتيايي مرکزونه روغتون ته لوړشول .
دبدخشان دعامې روغتيا رييس ډاکتر نور خاوري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دجرم ، اشکاشم ، نسي او يادان د ولسواليو روغتيايي مرکزونه دعامې روغتيا وزارت له خوا داړتياو له مخې بستر لرونکى روغتونونو ته لوړ شول .
ده وويل چې دمتخصصو ډاکترانو په استخدامولو سره هلې ځلې کوي چې په دغو ولسواليو کې دشفاخانه يي دخدمتونو وړاندې کول ښه کړي .
ختم_ سعيده _ اکرم