نړيوالې خبري منابع باختردمرغومي ٢٨ نيټه :
د ازبکستان حکومت غواړي د ٣٠ ميليونو ډالرو په ارزښت د واټونو په غاړو او لويو لارو کې لوى او کوچني جوماتونه جوړ کړي.
مولوي انور قاري تورسونوف د دوشنبې په ورځ په تاشکند ښارکې آزادۍ راډيو ته وويل ؛ د دغو جوماتونو جوړول له مسلمانانوسره مرسته کوي ترڅو
خپل پنځه وخته لمونځونه په جوماتونو کې ادا کړي.
دازبکستان په مذهبي چارو کې يوې دولتې کميټې آزادۍ راډيو ته وويل ؛ ددغو جوماتونو جوړول د سيلانيانو ستونزې هم لري کوي او داړتيا په صورت کې به د نورو اديانو پيروانو ته هم دغه شان عبادت ځايونه جوړ کړي.
ددغه مقام دڅرګندونو له مخې ډير ژربه ٢٢ کوچني جوماتونه په تاشکند ښارکې جوړ شي .
دازبکستان جمهوررئيس چې په ٢٠١٦ميلادي کال کې داسلام کريموف له مړينې وروسته واک ته ورسيد، هڅه کوي ترڅو د اقصادي اوسياسي اصلاحاتو په تطبيق سره ازبکستان له ګوښه والي څخه وباسي .
1 1 دقیقه لوستل