کابل باختر دليندي يو ويشتمه :
په هرات ولايت کې له سلګونو اړو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه کورنۍ سيمه ئيزې جګړه ځپلې او بې وزلي دي .
دهرات ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو دادارې يوه مسوول باختراژانس ته ته وويل چې په دې پړاو کې له څلور سوه اويا اړو کورنيو سره مرسته شوې ده .
ده وويل دغه مرستې چې وريجې ، اوړه غوړي مالګه او دال پکې شته دمرستندويو بنسټونو له خوا برابرې شوې وې .
ويل کيږي چې دغه کورنۍ دسيمه ئيزو چارواکو دڅيړنې په بهير کې دمرستو مستحقې پيژندلې شوې دي .
ختم_ ف _ اکرم