هرات/ باختر د چنګاښ ديارلسمه :
د هرات ولايت د ترانسپورت رياست درې تنه کارکوونکي پرون د اختلاس په تور په مجازاتو محکوم شول .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
تورن کسان له اداري فساد سره د مبارزې په لومړۍ محکمه کې په علني توګه په مجازاتو محاکمه شول .
دغه کسان په اختلاس او له قانوني صلاحيتونو څخه په ناوړې استفادې تورن دي.
په دې غونډه کې د تورنوکسانو د تميز غوښتنې حق محفوظ اعلام شو .
0 د یوې دقیقې څخه لږ