کابل باختر د ثور ١٢:
په ننګرهار ولايت کې دامريکايي ځواکونو دسپرلۍ په کاروان ځانمرګي بريد وشو .
ويل کيږي په دې بريد کې امريکايي عسکرو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى .
درارسيدلو خبرونوله مخې يوځانمرګي يرغلګر دجلال اباد ښار ته څيرمه خپل بمي موټر دامريکايي عسکرو دسپرلۍ کاروان ته څيرمه وچاوه .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل په دې بريد کې يواځې يرغلګر وژل شوى دى بهرنيو ځواکونو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى .
دغه پيښه پرون ناوخته ټيک هغه وخت چې امريکايي عسکر غوښتل جلال اباد ښار ته ننوځي رامنځه شوه .
طالبانو ددغه بريد مسووليت په غاړه اخستى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ