د بلخ د مدني ټولنې فعالانو په ٢٠٩ شاهين قول اردو بريد وغانده.
دغو مدني فعالانو د ٢٠٩ شاهين قول اردو د قوماندانۍ په وړاندې د يوې غونډې په ترڅ کې د پوځيانو د (سرې وينې) په نامه د (سور رنګ) په تويولو سره د دغې پيښې په اړوند خپل اعتراض څرګند کړ او عاملين يې وغندل.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه راز د حقيقت موندنې له کميسيون څخه يې د دغې پيښې د تعقيبولو غوښتنه وکړه او له دولت څخه يې وغوښتل چې ډير ژر دې عاملين يې وپيژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري.