کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
په هرات ولايت کې نن ديو تروريستي بريد له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
يو سيمه ئيز مخور ارباب قاسم چې دپهلوانانو له کلي څخه دکرخ دولسوالۍ مرګز ته روان و دوسله والو کسانو له کمين سره مخامخ شو.
په دې پيښه کې دقادر په نامه ددغه مخور يو ملګرى وژل شوى دى .
دغه راز دغه ارباب او دهغه دکورنۍ درې تنه نور غړي ټپيان شوي دي .
دهرات ولايت يو امنيتي مسوول له باختراژانس سره په اړيکه کې وسله وال طالبان ددغه بريد مسوول وبلل .
ويل کيږي يرغلګر له بريد وروسته وتښتيدل او دهغوى دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
2 د یوې دقیقې څخه لږ