کانبيرا باختر دسلواغې اووه ويشتمه :
داستراليا دپايتخت کانبرا ګورنر دافغانستان دکرکت دملي ټيم له غړو سره وکتل اوخپل ملاتړ يې ورسره اعلام کړه . دنړيوالو خبري منابعو دخبر له مخې، دغه کتنه پرون په کانبرا ښار کې وشوه .
افغان کرکټ لوبغاړي دکرکټ دنړيوال جام په سياليو کې دګډون لپاره په استراليا کې دي .
دغه سيالۍ دشنبې په ورځ پيل شوي دي . افغانستان دچارشنبې په ورځ له بنګله ديش سره دلوبې لپاره ډګر ته وردانګي .
دپاکستان دبي ګروپ او هند دټيمونو ترمنځ پرونۍ لوبه کې پاکستان د ٦٧ رنز په توپير سره ماتې وخوړه .
دغه راز دجنوبي افريقا دالف ګروپ او دزيمبابوي د ټيمونو ترمنځ پرونۍ لوبه کې جنوبي افريقا د١١٢ رنز په توپير سره زيمبابوي ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د ١٤ ټيمونو ترمنځ د ٦ اوونيو لپاره په نوي زيلاند او استراليا کې دوام کوي .
0 1 دقیقه لوستل