-کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٢
دريو تنو په تخار ولايت کې په يوې درې کلنې نجلۍ جنسي تيري وکړ.
ددغه ولايت امنيتي ځواکونه وايي چې دوى دغه تيري کوونکي نيولي دي.
دغه کوچنۍ نجلۍ چې د رستاق ولسوالۍ اوسيدونکې ده؛ پرون سهار وتښتول شوه او ماښام له يو بڼ څخه بربنډه وموندل شوه.
د تخار ولايت يوه امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغې نجلۍ درې تنه جنسي تيري کوونکي يې نيولي دي او تر پوښتنې لاندې دي .
دغه ماشوم د تخار مرکزي روغتون ته ليږدول شوې او ډاکترانو د هغې روغتيايي حالت ښه بللى دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ