– بيروت نړيوالي خبري منابع باختر دتلې دمياشتې ٧
دسوريې پولې ته څيرمه دلبنان په بعلبک ښار کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو او دحزب الله د ډلې ترمنځ دنښتې له امله څه ناڅه څلور تنه ووژل شول .
دالعربيه دټلويزيوني شبکې دخبرله مخې : دغه نښته پرون هغه وخت پيل شوه چې يوه ډله يرغلګر چې ښايي سني مذهبه مسلمانان دي او د سوريې له مخالفينو څخه ملاتړي کوي ، دپولې دپلټنې په پوستې کې ميشت شوي او دحزب الله له خوا چې دبشارالاسد د دولت پلويان دي ، پرې ډزې وشوې .
د رارسيدلو خبرونوله مخې له دواړو لورو څخه دوه دوه تنه ووژل شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ