کابل باختر دوږي نولسمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمې مخکې د هيواد د ملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت ددولسم تلين په مناسبت په پنجشير ولايت کې د ده په مزار د ګلوګيډۍ کيښودې او د ده پاک روح ته يې دعا وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د جمهوري رياست لومړي مرستيال د هيواد د ملي اتل په مزار د ګلو دګيډيو د ايښودلو په وخت کې وويل چې د هيواد د يو ريښتنى مبارز او ملي اتل په توګه د احمدشاه مسعود د خاطرو درناوى به زموږ د خلکو په ذهنونو او د هيواد د تاريخ په ځلاندو پاڼوکې تلپاتې وي.
د جمهور رييس لومړي مرستيال وويل چې د هيواد ملي اتل خپل ټول پتمن عمر د خپلوخلکو او د هيواد د سرلوړي او عزت په لاره کې وقف کړ او په دې لاره کې يې خپل ژوند قرباني کړ.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال د هيواد شهيدانو هميشني ژوندي وبلل او زياته يې کړه چې د افغانستان دخپلواکۍ او آزادۍ، ترقۍ او پرمختګ د لارې شهيدان به تل د درناوي وړ وي.
د وږي د مياشتې اتلسمه کال په کال د شهيد د اوونۍ د پيل په توګه د هيواد په ګوټ ګوټ او له هيواد څخه بهرنمانځل کيږي.
0 1 دقیقه لوستل