مطفراباد نيوز نو باختر دزمري ٣١
دپاکستان اردو وايي چې ددغه هيواد د اردو يو افسرد کشميرپه سيمه کې د هندي ځواکونو د ډزو په بهير کې وژل شوى دى .
دپاکستان يو پوځي رسمي مقام وويل : د هند د اردو دتوپونو د ډزوپه بهير کې دوه تنه وژل شوي دي .
پا کستان ويلي دي چى د هند دغه اقدام کوم دليل نه لري . دکشمير پرسر د هند او پا کستان ترمنځ تاوتريخوالي په وروستيو اوونيو کې زيات شوى دى .
هند دروانې ميلادي مياشتې په پيل کې اعلام و کړ چې د دغه هيواد پنځه تنه سرتيري د کشمير په سرحدي سيمه کې وژل شوي دي او پاکستان يې د هغه مسوول بللى دى .
په وروستيو څو اونيوکې دواړو هيوادونو په يو او بل باندې د اوربند د موافقې د نقضولو تورلګوي چې په ٢٠٠٣ کال کې لاسليک شوي دي .
کشمير اوس د هند اوپا کستان ترمنځ ويشل شوي دي اوددغوسيمه ييزودوو زبرځواکو ترمنځ ددښمني عا مل دي
د هند او پاکستان د خپلواکۍ له وخت څخه تر اوسه پورې د دغو هيوادونو ترمنځ درې جګړې شوي دي چې دوه يې د کشمير پر سر وې .
1 1 دقیقه لوستل