کابل باختر د زمرۍ دمياشتې ٢٧ :
د وسله والو طالبانو يو قوماندان نن له يوولسو تنو افرادو سره يې د قندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان عبدالستار چې وسله والو مخالفينو ته يې د وسلو او مهماتو په برابرولو او ويشلو ، په افغان ځواکونو دتروريستي بريدونو په طرحه کولو او له خلکو څخه په باج اخستلو کې فعال رول درلود ، د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو دمنسوبينو دتصفيوي عملياتو په بهير کې له يوولسو تنو افرادو او يوې اندازې وسلو او مهماتو او يوه اندازې تبليغاتي پاڼو سره په قندهار ولايت څخه ونيول شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ