کابل باخترد جوزا دمياشتې ٩ :
دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان په بغلان کې ووژل شول.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال محمدصادق مرادي باخترآژانس ته وويل: دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان کله يې چې غوښتل د وسايطو ضد يو ماين په پلخمري ښارکې دباغ شمال د سرنګ پله ته څېرمه ښخ کړي ؛ ماين وچاوديد چې له امله يې ووژل شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ