کابل باخترد ثور دمياشتې ١٤ :
د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو اوله شپاړس کلنې څخه ښکته د تنکيوځوانانو د فوټبال اتلوالۍ د ساليو سيال ټيمونه مشخص شول.
د هيواد د فوټبال فدراسيون دخپرونو آمر مرتضى دانش باختر آژانس ته وويل: ټاکل شوې ده د هيواد د نولس کلنو ځوا نانو ټيم د آسيا د اتلوالۍ په سياليو چې په اردن کې ترسره کيږي؛ په دويم ګروپ کې د اردن ، اماراتو ، مالديف او ديمن د هيوادو نو له ټيمونو سره لو بې وکړي.
دغه راز له شپاړس کلنى څخه ښکته دتنکيو ځوانانو ټيم په څلورم ګروپ کې د آسيا د اتلولۍ په سياليوکې د سوريې، عربستان او اردن سره په يو ګروپ کې دى.
ديادونې وړ ده چې د آسيا د اتلوالۍ په سياليوکې د نولس کلنو ځوانانودرې ټيمونه به د نولس کلنو د نړيوال جام په سياليوکې د ګډون جواز تر لاسه کړي.
0 1 دقیقه لوستل