کابل باخترد کب دمياشتې ٢٧ :
دهيواد دمعاصر تاريخ د ميړنى عبدالهادي داوي پريشان د مړينې د ديرشم تلين سيمينار نن پاى ته ورسيد.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د سيمينار په پاى ته رسيدونکي غونډه کې د راډيوټلويزيون لوى رييس زرين ارنځور، څيړنپوه عبدالباري راشد، عبدالغفور ليوال، ډاکتر لطيف بهاند، څيړنپوه محمداسلم افضلي، محمود مرهون او عزيز آسوده د ارواښاد عبدالهادي داوي پريشان دفرهنګي، سياسي او ټولنيزو ژوندانه د بېلابېلو اړخونوپه باب خپلې مقالې ولوستلې .
د سيمينارپه پاى کې د سيمينار د برخه والو له خوا په شپږو مادوکې يو پريکړه ليک صادر شو. په پريکړه ليک کې داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه وغوښتل شوى دى چې د ارواښاد عبدالهادي داوي پريشان آثار چاپ کړي.
د ارواښاد داوي لمسى عبدالغفار داوي وويل: زه د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همکارى، په خپلوشخصي پيسو په لګښت د ارواښاد داوي ټول آثارچاپوم.
4 1 دقیقه لوستل