کابل- باختر د کب دويمه :
دملي دفاع وزارت سرپرست څارنپوه عنايت الله نظري نن په بهر کې دميشتو جرمني ځواکونو له لوى قوماندان سره وکتل .
ددغو خبرو محور له افغانستان سره دجرمني د همکاريو پراختيا ، په نړيوالو کنفرانسونو کې د جرمني رول او دملي اردو دافسرانو روزنه اوسمبالول و .
دباختر اژانس دخبر له مخې دملي دفاع وزارت سرپرست دافغانستان په بيا جوړولوکې دجرمني مرستي وستايلي او ويي ويل هيله لري چې دغه مرستي له ٢٠١٤کال وروسته هم دوام ومومي .
په بهر کې دميشتو جرمني ځواکونو لوى قوماندان خبري وکړي او ويي ويل افغان ځواکونه اوس ددې ځواکمني لري چې دخپلو دندو پلان جوړ کړي او ترسره يې کړه .
ديوبل خبر له مخې دملي دفاع وزارت لوى درستيز ستر جنرال ارکانحرب شيرمحمد کريمي نن په بهر کې دميشتو جرمني ځواکونو له لوى قوماندان سره وکتل .
ددواړو لورو دخبرو محور دملي اردو د تجهيزاتو بشپړول او دمنسوبينو ښوونه اوروزنه وه .
1 1 دقیقه لوستل