کابل باختردمرغومي دمياشتې ٣ :
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى وايي: په افغانستان کې ټول ښکيل اړخونه دې نتيجې ته رسيدلي دي چې د افغانستان د شخړې حل، د تاوتريخوالې کمښت او د هغه له منځه وړل د سياسي حل يوې لارې ته اړتيا لري .
دباختراژانس دخبرله مخې: جانان موسى زى چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې څرگند کړه: دپاريس غونده يوه بين الاافغاني غونډه وه اودافغانستان دولت دباور جوړولو په لور د يو ګام په توګه ددغې غونډې دجوړولو ملاتړ کوي.
ده ددغې غونډې د نتيجو په باب څرگندونې ونه کړې؛ خو ويې ويل: زموږ په باور په افغانستان کې ټول ښکيل اړخونه دې نتيجې ته رسيدلي دي چې د افغانستان د شخړې حل د تاوتريخوالي کمښت او د هغه له منځه وړل د سياسي حل يوې لارې ته اړتيالري .
موسى زى وويل: سولې ته رسيدل يوه اوږده لاره ده او نه شي کيداى د دوه درې غونډو په جوړولوسره ستونزې حل شي.ده هيله وکړه چې دغه شان غونډې دوام ومومي .
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى يوځل بيادغه خبرې تکرار کړې چې د سولې بهير ډيرروښانه اصول اوشرايط لري چې هغه هم دهيواد اساسي قانون چوکاټ ته بشپړدرناوى دى .
ده په يو ګاونډي هيوادکې دبين الاافغاني غونډې په جوړولوکې د يونيما دپروګرام اوطرحې په باب وويل: ددغه شان غونډې دجوړولو چې ټول ښکيل اړخونه پکې ګډون ولري؛ هرکلى کوي.
موسى زى په دې خبري غونډه کې د حزب اسلامي دپيشنهادپه باب څرګند او روښانه ځواب درلود.
دپاريس په غونډه کې د حزب اسلامي ګوند د استازى دپيشنهاد په باب چې دجمعې په ورځ پاى ته ورسيده؛ موسى زى وويل: ټولو سياسي ډلو اوهغو افرادو ته چې په هيواد کې د سياسي فعاليت علاقمند دي؛ د اساسي قانون چوکاټ شته او هغوى د مسلو له طرحه کولو پرته کولاى شي د قانون په چوکاټ کې خپل شتون تمثيل کړي.
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى دغه راز له پاکستان سره د اړيکو د پراختيا په باب څرګندونې وکړې او د دواړو هيوادونو ترمنځ د ترانزيتي موافقه ليک په تطبيق کې دپرمختګ يادونه وکړه او څرګنده يې کړه: د افغاني تجارتي مالونو لومړني کاروان د واګه بندر له لارې هندوستان ته صادرشو.