کابل باختردثور دمياشتي١٢ نيټه :
افغان امنيتي ځواکونو اودايتلاف قوتونو پرون دهيواد په ځينولايتونو کې دجلاجلا عملياتوپه بهيرکې نولس تنه وسله وال مخالفين ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دغه عمليات دکابل ، بغلان ، فارياب ، کندهار، هلمند ، ميدان وردګو ، لوګر،. خوست اودفراه دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې نولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، درې تنه ټپيان اوپنځه تنه نورونيول شول .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې په دغو عملياتو کې شپږميله ډول ډول وسلې ، ددرندې وسلې پنځه ګولۍ ، درې ماينونه ، يو لاسي بم ، درې سوه دوه اويا کيلوګرامه نشه يي توکي اواته موټرسايکلونه هم دافغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې : ملي پوليسو پرون دننګرهار ، بغلان اودجوزجان دولايتونو په مربوطاتوکي درې ايښودل شوي ماينونه کشف اوشنډکړل.