سیاست

دسولې دشورا دنړيوالو چارو سلاکار : تراوسه پورې له طالبانو سره خبرې بيا له سره نه دې پيل شوي .

کابل باختر د مرغومي دريمه :
دسولې دعالي شورا دنړيوالو اړيکو سلاکار وايي ددغې شورا له خوا له طالبانو سره دسولې خبرو دبيا پيلولو خبربې بنسټه دى .
دباختراژانس دخبر له مخې، دسولې دعالي شورا دنړيوالو اړيکو سلاکار محمد اسمعيل قاسم يار  له رسنيو سره په خبرو کې دسولې دعالي شورا له خوا له طالبانو سره دسولې دخبرو دبيا پيلولو په باب خپور شوى خبر بې بنسټه  وباله او ويې ويل چې په دې باب کوم نوى  اقدام نه دى شوى .
دسولې دعالي شورا سلاکار وويل که څه هم په قطر کې دسولې دخبرو دبيا پيلولو په باب اوازې خپرې شوي دي خو دسولې دعالي شورا له خوا په دې اړوند کوم اقدام يا پرمختګ نه دى شوى .
ده په ډاګه کړه هغه اوازې چې په دې باب  زمزمه کيږي بنسټ نه لري او دافغانستان دسولې دعالي شورا او طالبانو ترمنځ خبرې نه دي شوي .
ده ټينګار وکړ: تر هغه وخته پورې چې دطالبانو  دامارت بيرغ او لوحه او دهغوى دفتر په قطر کې وي موږ ته د منلو وړ نه دى  خو له هغه وروسته چې مناسب شرايط رامنځته شي موږ هم خبرو ته چمتو يو.
دسولې دعالي شورا له خوا له طالبانو سره دسولې دخبرو بيا پيل کيدل ددغې شورا دنړيوالو چارو دسلاکار له خوا په داسې حال کې رديږي چې څه موده مخکې دسولې دعالي شورا يوشمير غړو ويلي وو چې له زياتې مودې راپديخوا  دطالبانو او دسولې دعالي شورا ترمنځ خبرې بيا پيل شوي دي او په قطر کې دطالبانو دفتر بيا پرانستل شوى دى او په کويټه  کې دطالبانو دشورا يوشمير غړو دوحې ته سفر کړى دى  خو دغه خبرې  پرون دسولې دعالي شورا د نړيوالو اړيکو دسلاکار  محمد اسمعيل قاسم يار  له خوا ردې شوې .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا