ټولنه

دجمهور رييس پيغام

کابل باختر  د غبرګولي  اوولسمه :
د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس محمد اشرف غني پیغام
د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت مومنو وطنوالو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وایم۰
روژه چې د اخلاقي او معنوي فضایلو د حصول یوه ډيره ښه مدرسه ده، د هر مومن لپاره ښه فرصت برابروي چې زړه او روح له ګناهونو پاک وساتي او د کایناتو خالق ته ورنږدې شي۰
دغه میاشت د صدقې او له بېوزلو کسانو سره د مرستې مناسبه موقع هم ده۰
شتمنو ته پکار ده چې هر وخت او په تېره بیا د خیر او برکتونو په دغه بختوره میاشت کې بېوزلي او محتاج کسان له پامه ونه غورځوي او د خپل وس په اندازه مرسته ورسره وکړي۰ په دې مبارکه میاشت کې له بل مسلمان سره مرسته نه یوازې یوه وجیبه ده بلکې د عباداتو د تکمیل وسیله هم ده۰
امید دی چې ټول مسلمانان د اسلام د مبین دین له عالي تعلیماتو څخه په الهام اخیستلو سره دغه میاشت د خیر او نیکي ، د سولې او اتفاق، دمحبت او خواخوږي په میاشت بدله کړي.
د دې بختورې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د جوماتونو له امامانو او دیني عالمانو غوښتنه کوم چې په دې مبارک فرصت کې خلک له یو بل سره ښه کولو ، زغم، صبر، اتحاد او اتفاق ته راوبولي او د دې مبارکې میاشتې فضایل ورته بېان کاندي۰
دغه راز له رسنیو غواړم چې خپلې خپرونې د دې بختورې میاشتې له روحیې او غوښتنو سره سم عیار کړي او خپلو مخاطبانو ته د دیني او اخلاقي پیغامونو په رسولو کې لا زیاته برخه واخلي۰
د افغانستان له غیرتمنو امنیتي قواوو هم غوښته کوم چې ګرانو مومنو وطنوالو ته په دې مقدسه میاشت کې دا فرصت برابر کړي چې په ارام زړه او ذهن د الله تعالی په عبادت او خپلو کارونو بوخت شي۰
د ګران افغانستان د مدافعانو هڅه او هاند په خپله یو لوی جهاد دی چې دوی یې له خونکارو ظالمانو څخه د خپل مسلمان ملت د ژغورلو او د خپل اسلامي هیواد د ساتلو لپاره کوي۰
الله تعالی دې ټولو ته د طاعت او عبادت توفیق ور په نصیب کړي۰

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته