ټولنه

په پروان کې رسنۍ د پوهاوي ورکولو په برخه کې اغېزمن رول لوبوي

کابل / د وري ٣١ مه / باختر
په پروان کې رسنیو ښاریانو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې خپل رسالت ادا کړى او له کرونا ویروس سره د مبارزې په ډګر کې هم فعاله ونډه اخيستې ده.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالواحد هاشمي په چاریکارو ښارکې د رسنیو له کارکوونکو سره په کتنه کې وويل چې رسنۍ په ټولنه کې د پوهاوي ورکولو او فرهنګي ودې په برخو کې اغېزمن رول لري او په دغه حساس وخت کې هم خلکو ته د پوهاوي ورکولو په تېره بیا له کرونا ویروس سره د مبارزې په کار کې په مسوولانه توګه عمل کړی دی.
هغه له رسنیو څخه وغوښتل چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په کار کې د پوهاوي ورکولو په برخه کې له پخوا زيات فعالیت وکړي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته