ټولنه

روزنيز ورکشاپ جوړ شو .

کابل باختر د وري لسمه :
د( معلوليت لرونکو اشخاصو په بيا ټولنيزه  او اقتصادي  ځواکمنۍ  کې د رسنيو درول )  روزنيز ورکشاپ پرون په کابل کې جوړ شو .
  دباختراژانس دخبرله مخې،  دغه روزنيز ورکشاپ دبيلابيلو  رسنيو ديوشمير خبريالانو او کارکوونکو په ګډون د ( انکشاف  او ځواکمني )  موسسې له خوا جوړ شو .
په دې روزنيز ورکشاپ کې دمعلوليت لرونکو  اشخاصو په ټولنيزه  اواقتصادي ځواکمنۍ  او دمعلوليت لرونکو اشخاصو په پيژندنه کې  درسنيو درول  په اړوند خبرې وشوې .
ددغه روزنيز ورکشاپ  ښوونکو محمد  اقبال  همدرد او هدايت الله  صميم  دمعلوليت لرونکو اشخاصو په ټولنيزه او اقتصادي  ځواکمنۍ  کې  درسنيو درول  په اړوند معلومات ورکړل .
دوى وويل چې رسنۍ کولاى شي  دمعلوليت لرونکو اشخاصو دعلمي ، هنري او ټولنيزو لاس ته راوړنو او دنورو لاس ته راوړنو  دمنعکس  کولو په لاره کې ارزښتناک رول ولري او په ټولنه کې دهغوى دودې سبب شي چې معلولين وکولاى شي دټولنې په بيلابيلو برخو کې  خپل دريځ  پيداکړي .
  دغه راز دبيلابيلو رسنيو يوشمير کارکوونکو ژمنه وکړه چې دخپلو رسنيو له لارې دمعلولينو دلاس ته راوړنو په منعکس کولو کې هيڅ راز همکارى ونه سپموي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته