کابل، د غرګولي ۱۵ مه، باختر
د غزني امنیتي مسوولینو د کابل- قندهار پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې چې نن سهار د کابل – قندهار پر لویه لاره د غزني په ناني سیمه کې د دوو موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه کې یو تن مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د غزني ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي بلل شوی دی.