سیاست

دکورنيو چارو وزارت داداري معينيت دملکي برخې مرستيال په کار پيل وکړ .

کا بل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
  دکورنيو چارو وزارت داداري معينيت  دملکي برخې مرستيال فضل   من الله  ممتاز په کار پيل وکړ .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې  فضل من الله ممتاز نن دکورنيو  چارو وزارت داداري معين جنرال اکرام الدين  ياور له خوا ددغې ادارې  کارکوونکو ته وروپيژندل شو .
فضل من الله ممتاز مخکې له دې دکورنيو چارو دوزير دسلاکار په توګه دنده ترسره کوله  .
په دې غونډه کې دکورنيو چارو وزارت سترسلاکار عبدالهادي خالد ددغه وزارت دوزير پيغام  ولوست چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .ممتاز يو مجرب سابقه لرونکى  ديپلومات کارکوونکى دى  چې دکارکوونکو دظرفيت دلوړولو  او په دې اداره کې  داصلاحاتو دراوړلو په خاطر  ټاکل شوى دى .
  ممتاز  دڅو کلونو لپاره  په متحده عربي اماراتو کې  دافغانستان  په سفارت کې دفرهنګي اتشه په توګه  هم دنده ترسره کړې ده .
  دفضل من الله  ممتاز  دمعرفي کولو په غونډه کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  مالي او اداري معين  زردشت شمس  ، دکار او ټولنيزو چارو وزارت معين  او دکورنيو چارو وزارت  دادارو يوشمير رييسانو  هم ګډون کړى و .
  ممتاز وويل  چې په صادقانه ژمنې سره  خپل کار پيلوي  او په پاک نيت سره  يې  دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته