امنیت

سل کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٦ :
د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو د دغه ولايت له مرکز څخه سل کيلوګرامه نشه يي توکي کشف اوضبط کړل .
د غور ولايت امنيه قوماندان جنرال مصطفى محسني باختر آژانس ته وويل: پوليسو تېره شپه درې تنه له دوو موټرو سره چې د نشه يي توکو د ليږدولوپه حال کې و؛ ونيول.
د ده د څرګندونوله مخې: دغوکسانوغوښتل دغه نشه يي توکي د هلمند ولايت ته وليږدوي.
ده وسله وال طالبان د دغو نشه يي توکو د قاچاقو مسوول وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته