امنیت

وسله والوکسانو يو ملا امام په ډزو سره وواژه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
په لوګرکې د يوه جومات ملا امام د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا په ډزو سره شهيدکړى شو.
د لوګر د والي وياند سليم صالح باختر آژانس ته وويل: دغه پيښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې ملا عبدالقديم د ماخستن د لمانځه له ادا کولو وروسته خپل کورته روان و چې د لارې په اوږدوکې د ناپيژاندانو وسله والوکسانو له خوا په ډزو سره شهيدکړى شو.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغې پيښې انګيزه تر اوسه پورې معلومه نه ده او وسله وال کسان د شپې له تورتم څخه په استفادې سره په تيښتې بريالي شوي دي.
د دغې پيښې په اړوند تر اوسه پورې څوک نه دى نيول شوى او د دغې وژنې د عاملينو د موندلو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته