کابل- باختر دسلواغي څليرويشتمه:
دميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ په ودانۍ د موزائيلو د دريوتوغنديو د توغولو مخه ونيول شوه .
دميدان وردګو د والي ويندوى باختر اژانس ته وويل چې ددغه ولايت امنيتي منسوبينو تېره شپه د جلريز ولسوالۍ د سياه تپه په کلې کې د موزائيلو درې توغندي کشف او ترلاسه کړل .
ده وويل چې دغه توغندي د ميدان وردګو ولايت دجلريز ولسوالۍ په ودانۍ دتوغولو په خاطر د دغې ولسوالۍ د سياه تپې دکلې په لوړو سيموکې عيار شوي و.
دغه راز له دغو توغنديو سره يوځاى څو متره ثانيه سوځوونکي پلتې ، بطري او شارتوونکي دستګاه هم ترلاسه شوې ده .
1 د یوې دقیقې څخه لږ