اقتصاد

يو هندي ديپلومات : دسلما دبند دجوړولو کار وروستيو پړاو نو ته رسيدلى دى .

کابل باختر دثور پنځه ويشتمه :
په هرات کې دهند دقونسلګرۍ  مسوولين دسلما بند دجوړولو دکار وروستيو پړاونو ته درسيدو خبر ورکوي .
په هرات کې دهند جنرال قونسل چې دهرات له والي محمد اصف رحيمي سره يې ليدلي دي وايي ددغې بنسټيزې پروژې بشپړيدل  په هرات ولايت کې داقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو سبب کيږي .
دهرات والي هم دسلما بند دجوړولو دکار دبشپړيدو په خاطر له هند څخه قدرداني وکړه او هيله يې وکړه چې ددغې حياتي پروژې په ګتې اخستنې سره داوبو  دکمښت ستونزې تر زياتې اندازې پورې حل شي .
ويل کيږي  دسلما داوبو او بريښنا بند چې ددرې سوه مليونو ډالرو په لګښت دهرات ولايت په چشت  ولسوالۍ کې دجوړولو په حال کې دى دهيواد يوه ډيره بنسټيزه  پروژه ده چې دسيمه ئيزې ادارې دمسوولينو  دپاملرنې  په مرکز کې  ده .
دسلما بند په ګټې اخستنې سره دچشت ، اوبې ، انجيل ، ګذرې  ، پشتون زرغون ، زنده جان او دغوريانو په ولسواليو کې دزرګونو جريبه ځمکې په خړوبولو برسيره دوه څلويښت ميګاواټه بريښنا هم توليديږي چې دهرات ښاريانو دبريښنا دکمښت په لرې کولو کې اغيزمن دى .
په دې کتنه کې په هرات ښار کې مناسبې سيمې ته دهندوستان دقونسلګري  دليږدونې د ټاکل شوي مودې په باب هم خبرې وشوې او دهرات والي  په دې لاره کې دسيمه ئيزې ادارې دمسوولينوهمکاري څرګنده کړه .
دهندوستان قونسلګري له اتوکلونو راپديخوا دهرات ښار په مرکز او په کرايي کورونوکې فعاليت کوي .
په هرات کې دبهرنيوچارو وزارت دنمايندګۍ درياست مرستيال اوسرپرست عبدالغفار جمشيدي هم دهرات ولايت له سيمه ئيزې ادارې سره دهندوستان دخلکو او دولت دهمکاريو له امله قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته