کابل / دکب ٢٧مه /باختر :
د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون غونډه پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ جوړه او اته مورده رسنيزې سرغړونې اوشکايتونه وڅېړل شول.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې دکمېسيون غړو په طلوع تلويزيون پورې اړوند د تحصيلي سند رپوټ د خپرولو د يو خبر د خپريدو له امله د(ګزارشنامه افغانستان) د خبري سايټ د رپوټ خپرولو، د يوخبر د خپريدو په اړوند دعلومو اکاډمۍ شکايت، د پوهنې وزارت د پروژو او ودانيو رپوټ، د دوو مقالو د خپرولو په اړوند د (هفته نامه نيمرخ) رپوټ، له خفيظ الله مصداق څخه د چارو ادارې د لوى رياست د وګړنيو چارو د مرستيال د شکايت په اړوند رپوټ او دکابل پرس شکايت په ګډون څو شکايتونه د ټوليزو رسنيو د قانون په پام کې نيولو سره وڅېړل شول او د هر شکايت په اړوند جلا جلا تصميمونه ونيول شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او د دغه کمېسيون رييسې حسينې ساپۍ د کمېسيون له غړو څخه وغوښتل چې رسنيزې سرغړونې اوشکايتونه د مسوولينو او د شکايت کوونکو په وړاندې حل او فصل کړي .
ختم _ ج _ اکرم