سیاست

اجرائیه رئیس په نیویارک کې د افغانستان د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې د ملي پلان په اړه وینا وکړه

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله نن په نیویارک کې د هغه پلان په اړه وینا وکړه، چې افغان حکومت په کور دننه له نشه یې توکو د مبارزې په اړه جوړ کړی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې اړه په جوړ شوي پروګرام کې د افغانستان د رسمي هیئت ترڅنګ د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالي، د افغانستان د دوو شمالي ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو او د نورو اړوندو هیوادونو او نړیوالو مؤسسو او ادارو جګپوړو مقاماتو ګډون کړی و.
اجرائیه رئیس په دې پروګرام کې ګډونوالو ته وویل: افغانستان د نشه یې توکو له کښت، استعمال او قاچاق څخه زيانمن شوی او په بېلابېلو ساحو کې یې ورته ضربه رسولې ده.
ډاکټر عبدالله وویل، د حکومت رهبري د نشه يي توکو پر ضد مبارزې ته قوي اراده لري او په دې نیت یې، یو ځانګړی کمېسيون هم جوړ کړی او پر دې مسئله یې د وزیرانو په شورا او کابینې مجلس کې هم بحثونه کړي دي.
ده وویل: د خطرونو د مخنیوي او د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي لپاره یې حکومت یو هر اړخيز پلان چمتو کړی، چې د راتلوونکو کلونو په ترڅ کې به عملي شي.
ده زیاته کړه: دا پلان درې اصلي برخي لري، چې پکې د نشه یي توکو د کښت پر مخنیوي، د تقاضا د کمښت او معتادینو پر تداوۍ او د لویو قاچاقبرانو پر ګرفتارۍ او محاکمه کولو باندې تمرکز شوی دی.
ډاکټر عبدالله له افغانستان د باندې د نشه يي توکو قاچاق او بازار د دې پدېدې پر ضد په مبارزه کې تر ټولو ستر خنډ یاد کړ او له نړیوالو یې وغوښتل، چې ټول په خپلو ساحو کې د دغې موضوع پر ضد مبارزه وکړي.
غونډې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مېرمن هېدر هم خبرې وکړې او د افغان حکومت دغه نوښت یې، چې د نشه يې توکو پر ضد یې غوره کړی، اساسي ګام وباله.
هغې وویل: د مخدره موادو کښت، قاچاق او استعمال په نړۍ کې نورمال حالت ګواښي، نو ضروري ده، چې مخنیوي ته یې اقدام وشي او د خلکو ژوند وژغورل شي.
د نوموړې په خبره، نشه یي توکي یو نړیوال ګواښ دی او پر ضد یې د یوه نړیوال عملي پلان او فعالیت اړتیا ده، چې هیله ده، مختلف هیوادونه به ورته توجه وکړي.
مېرمن هېدر وویل: افغانستان په دې کار کې مخکښ شوی او امریکا هم ژمنه ده، چې د پلان په تطبیق کې به هر ډول مرسته او همکاري کوي.
د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د نشه يي توکو پر ضد په مبارزه او د لویو قاچاقبرانو په محاکمه او قانون ته راکشولوکې د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو فعالیتونه هم فوق العاده مهم وبلل.
د افغانستان د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې د ملي پلان په اړه جوړ شوي پروګرام کې د هیواد اجرائیه رئیس د ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل.#  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته