ورزش

دکرکټ دملي ټيم غړي عربي متحده اماراتو ته لاړل

کابل باختردزمري دمياشتي  ١٧ :

دهيواد دکرکټ دملي ټيم غړي پرون عربي متحده اماراتو ته لاړل.

دغه ټيم ټاکل شوې ده دروان ميلادي کال داګست دمياشتې په

پنځه ويشتمه نيټه په متحده اماراتو کې داستراليا له ټيم سره لوبه وکړي.

دافغانستان دکرکټ بورد درسنيو مسوول فريدهوتک باختراژانس ته وويل دغه ټيم داستراليا له ټيم سره  له لوبي وروسته دسپتمبر دمياشتې په دويمه نيټه ويست ايندز ته ځي او ټاکل شوې ده په شل  اوره يي لوبو کې چې دڅلورو ټيمونو په ګډون ترسره کيږي برخه واخلي .

فريدهوتک وويل وروسته دهيواد دکرکټ ملي ټيم دنړيوال جام په لوبو کې دګډون په مقصدسريلانکا ته ځي په دغو سياليوکې به دولس ټيمونه برخه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته