نړۍ

د ايران په ترافيکي پېښه کې د وژل شويو افغانانو مړي افغانستان ته وسپارل شول

کابل/د لیندۍ ۲ مه/ باختر
د ايران پوليسو د ٣٣ هغوکسانو مړي چې په دغه هېوادکې په ترافيکي پېښه کې وژل شوي وو؛ پرون د نيمروز مسوولينو ته وسپارل.
د نيمروز مسوولينو د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د پېښې قربانيان د غور اوسېدونکي دي چې يوشمېر مړي کورنۍ يې ته وسپارل شول او څو نوريې په روغتون کې پاتې دي چې ډېر ژر کورنيو ته يې سپارل کېږي.
د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت يوه مسوول وويل چې دغه قربانيان د کار لپاره ايران ته تللي وو چې په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شول او په پېښه کې څلور ايراني اتباع هم وژل شوي دي.
ختم-عطاالله- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته