اقتصاد

مولانا کبيري : دپنجشير کانونه په غير فني ډول را ايستل کيږي .

 

کابل- باختر د سلواغي شپږمه:

  دپنجشير ولايت مرستيال په غير فني ډول ددغه ولايت د کانونو  د رايستلو د دوام له امله انديښنه څرګنده کړه .

 مولانا عبدالرحمن کبيري وويل چې بايد دولت داسې اقدامات ترلاس لاندې ونيسي چې دپنجشير ولايت کانونه په قانوني چوکات کې او په  فني ډول  را ايستل شي اوکه چيرې دغه شان اقدامات وشي، هم په کاني توکو د مزو چړچو او د هغو د له منځه تللو مخه ونيول شي او هم دهيواد اقتصاد پياوړې شي .

 مولانا کبيري چې په دې اړوند يې دباختر اژانس له  خبريال سره خبرې کولې څرګنده کړه چې په پنجشير ولايت کې د زمرد، بيروج ، سوځيدلي ياقوت او د لاجوردو کانونه چې قيمتي ډبرې بلل کيږي، شته او په غير فني ډول او په خپل سر ددغو کانونو را ايستل د دې سبب کيږي چې زياتره دغه قيمتي ډبرې ضايع شي .

 دپنجشير ولايت مرستيال عبدالرحمن کبيري باختر اژانس ته وويل چې دهيواد دکانونو وزارت پخوا دپنجنشير ولايت دکانونو د ادارې مسوولينو ته لارښوونه کړې وه، هغه اشخاص چې غواړي دپنجشير دکانونوپه را ايستلو لاس پورې کړي؛ په سلو کې پنځلس کميشن واخلي .

 له بلې خوا د زمردو يو سوداګر حاجي معراج الدين عزيزي وويل چې دپنجنشير په کانونوکې د را ايستلو بهير په هغې تجربي ولاړ دي چې خلک يې له پخواڅخه لري.

 عزيزي په پنجشيرکې دکانونو دخصوصياتو او سيمو د تشخيص په باره کې اشاره وکړه او وې ويل چې په لومړۍ ګام کې کان تثبيتيږي او وروسته د برمې ، جبل او دځينو نورو وسايلو په ګډون له کوچنيو برقي وسايلو او وسايطو څخه دکانونو د را ايستلو په مقصد استفاده کيږي چې دعزيزي دڅرګندونو له مخې ددغو ارزښتناکو ډبرو د را ايستلو موده مياشتې او کله کله هم کلونه کلونه دوام کوي .

 له بلې خوا هم د زمردو يوصادرونکى حاجي مجيب الله خنجي  وويل: سره له دې چې دکيفيت له پلوه دپنجشير زمرد د نړۍ په کچه په لومړۍ درجه کې دى، خو کم پيدا کيږي .

  خنجي زياته کړه: همدا اوس دپنجشير  زمرد دهندوستان ، پاکستان ، تاجکستان ، هانک کانګ ، چين ، ايران ، متحده عربي اماراتو او د دبى هيوادونو ته په قانوني ډول صادريږي .

 په همدې حال کې دپنجشيرولايت مرستيال انجنير عبدالباري رحيمي دباختر اژانس خبريال ته وويل چې په دغه ولايت کې د زمردو کانونو په خواره واره ډول دسفيد چهر په ساحو او دخنج ولسوالۍ په  مربوطاتوکې شته .

 دپنجنشير زمرد دښکلو رنګونو په لرلو په علت د نړۍ په کچه ښه ارزښت لري چې دپنجشير يو کرايت زمرد په نړيوالو مارکيتونوکې له سلو څخه تر دوه زره ډالرو پورې پلور کيږي .

  دده دڅرګندونو له مخې: دپنجشير زمردکرستالي نوعيت لري، شفاف دى ، درزونه نه لري او نور دپنجشير د زمردوښه خصوصيتونه دي .

 خو دپنجشير ولايت دکانونو رييس بله موضوع په ناسم ډول د زمردو په رايستلو کې بيان کړه او ويې ويل: دکانونو د را ايستلو په وخت کې چاوديدونکي توکي کارول کيږي چې د سګ تي تي رګونه د دې سبب کيږي چې دغه کاني ماده ماته شي او په غير ثابت ډول را وايستل شي .

 دپنجشير دکانونو رييس زياته کړه: زمردڅومره چې ښه رنګ ولري او ځلانده وي؛ زيات ارزښت لري او زمرد د سانتې ګراد د اته سوه درجې په وړاندې خپل رنګ بايلي، سختيږي او دغه راز له اووه څخه تر اتو درجو پورې د سختي درجه لري او ماتيدونکي دى .

  دپنجشير دکانونو رييس وويل: دغه اداره مکلفيت لري چې دکانونو د را ايستلو دفني کولو په برخه کې لازم اقدامات وکړي چې په دې اړوند يې يو لړ مقدماتي  کارونه  ترسره کړي دي چې ددغه رياست عوايد زيات شي .

 ده څرګنده کړه چې دکانونو وزارت هوډمن دى، په نږدې راتلونکې کې په يو لړ جدي اقداماتو لاس پورې کړي چې په غيرقانوني ډول دکانونو د را ايستلو او د زمردو د ضايعه کيدو د مخنيوي سبب شي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته