سیاست

حامدکرزي د تخار په ولایت کې تروریستي برید په کلکه وغانده

٣٩ – کابلباختر د مرغومي ٤ مــــــــــــــــه

  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د تخار په ولایت کې هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله وا وښتله.

په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوررييس دويندوى د مطبوعاتي دفتر له لارې د باختراطلاعاتي اژانس ته رسيدلى ده ويل شوى دى

د تخار ولایت د تالقانو ښار د سرای سنګ په کلي کې نن له غرمې مخکې  د جنازې پر مراسمو د تروریستانو د ځان مرګی برید له امله  د ولسي جرګې د غړي مطلب بیګ په ګډون لس تنه شهیدان او ۳۹ تنه نور ټپیان شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د تخار په ولایت کې  د نننۍ تروریستي پیښې په اړه دکورنیو چارو له وزیر او د تخار له والي سره  له خبرو وروسته، دغه برید په کلکه وغانده،او وې ویل: تروریستانو په بې رحمۍ سره زموږ په بې ګناه خلکو برید وکړ چې د جنازې د مراسمو له پرځای کولو وروسته، مړي ته د قبر پر سر د دعا په حال کې و چې دغه برید یو ځل بیا د تروریستانو ناوړه او غیر اسلامي ماهیت څرګند کړ چې ان هغوی نه غواړي د افغانستان خلک خپل دیني مراسم د سولې او آرامۍ په فضاکې پرځاى کړي.

حامدکرزی د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته