سیاست

داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په شتون داوولسو حکومتي بنسټونوترمنځ دهمکارى هوکړه ليکونه لاسليک شو .

کابل باختر د وږي ٢٦مه :
داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په شتون دزونوزناروغيو ( دانسان او حيوان ترمنځ   دګډو ناروغيو ) دوقايې او کنترول په مقصد  دهمکارى هوکړه ليکونه  پرون په سپيدار ماڼۍ کې  لاسليک شول .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز ددغو هوکړه ليکونو دلاسليک کولو په وخت کې وويل  دحکومتي  برخو ترمنځ  ددغو  هوکړه ليکونو دلاسليک موخه  دزونوز دخطرناکو ناروغيو مخنيوى  دى  چې دغه ناروغى په طبيعي ډول  له  فقاريه حيواناتو څخه انسانانو ته  لېږدول کېږي .
دغه هوکړه ليکونه  دعامې روغتيا وزارت او د ( کرنې اوبو لګولو اومالدارى ،  دښځو دچارو ، پوهنې ، اطلاعاتواوفرهنګ ، کار او ټولنيزو چارو ، ماليې ، لوړو زده کړو ،  ترانسپورت ، دکليو دبيا رغاونې اوپرمختيا ، او دحج او اوقافو دوزارتونو  دملي امنيت  دلوى رياست  ،  دژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې ، افغاني سرې مياشتې ، سيمه ئيزو ارګانونو ، کابل ښاروالۍ او دملي ټلويزيون  دادارو )  ترمنځ لاسليک شول .
  ډاکتر فيروز وويل حکومت ژمن دى چې دلاسليک شويو هوکړه ليکونو ته په پاملرنې سره  هڅه وکړي چې دحکومتي بنسټونو په ګډې همکارى سره ددغو ناروغيو  دخپريدو او پراختيا مخه ونيسي .    ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته