امنیت

وسله والو طالبانو د قندهار پر پنځو ولسواليو ډله ييز بريدونه کړي دي

قندهار دکب١٣مه باختر
د قندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر پنځو ولسواليو ډله يیز بريدونه کړي دي.
دغه بريدونه چې پیل يې مازیګر له معروف ولسوالۍ څخه وو، د شپې تر ناوخته يې  دوام درلود.
د قندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وايي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر معروف، شاولیکوټ، خاکرېز، میوند او غورک ولسواليو بريدونه کړي دي.
سرچينه زياتوي چې په نښتو کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٣ نور يې ټپيان شوي دي.
ويل کېږي په نښتو کې دوه سرتېري هم شهيدان شوي او دوه نور ټپيان شوي، خو د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته