کابل باختر دسلواغې ١٨ نيټه :
د هرات ولايت داستيناف محکمې مسوولينو د دغې محکمې په چوکاټ کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د قضيو او جرمونو د څېړنې خبر ورکړ.
د ښاري محکمې د کورني او بهرني امنيت د ديوان ريېس او د ابتدايېه محکمې سرپرست عبدالرحمن اخلاص وايي: پخوا د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي پيښې د ښارې ابتدايېه محکمې د جزا په ديوان کې څېړل کيدې چې، د تاوتريخوالي د بندولو د قانون د پنځمې مادې له مخې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د جرمونو د څېړنې د ابتدايېه محکمې په نامه د ښځو پر خلاف د تاوتريخوالي د پيښو او جرمونو د څېړنې په لاره کې اختصاصي محکمه د استيناف محکمې په چوکاټ کې په فعاليت پيل کړى دى.
د اختصاصي محکمې ريېس دغې محکمې ته ٩٣ قضيو د رارسيدو خبر ورکوي چې له دې جملې څخه يو زيات شمېر دوسيې څېړل شوي دي خو د تيري ،ځورونې او د وهلو او ډبولو د قضيو تورن کسان تر قانوني څارنې لاندې نيول شوي دي چې له يوې مياشتې څخه تر شلو کلونو پورې د بند په سزا محکوم شوي دي .
د چارو کارپوهان په دې باور دي چې، د اختصاصي محکمې جوړول د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د قضيو له عاملينو سره د جدي چلند او مبارزې په لاره کې د دولت د ژمنې ښکارندوى دى.
0 1 دقیقه لوستل