اقتصاد

د هېواد په جنوب کې د لاسي صنايعو د نندارتون پرانيستل کېدل

لښکر ګاهباختر د زمري ٢٧ مه د خپلواکۍ د ۱۰۰ مې کالیزې په ویاړ د هلمند د ښځو چارو ریاست او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو هلو ځلو په لښکرګاه ښار کې د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو. د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې، د یاد نندارتون په پرانېسته کې د ولسمشر د سلاکار وزیر او په ټولنیزو چارو کې د هلمند د والي مرستیال بسم الله روحاني غونډې ته د وینا پر مهال لاسي صنایع د ښځینه وو د اقتصادي ودې او پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او ژمنه یې وکړه چې ولایتي اداره به د لاسي صنایعو لپاره د بازار موندلو په برخه کې پوره هڅې وکړي. هغه وویل چې له مرستندویه موسسو سره به هم په دې کار وکړي ترڅو د ښځینه وو لپاره د لاسي صنایعو په برخه کې لا زیات امکانات برابر کړي. په همدې حال کې د هلمند د ښځو چارو رييسې وجیهې رسولي او یو شمېر نورو ګډونوالو د غازي شاه امان الله خان او خپلواکۍ په اړه چمتو کړې مقالې وړاندې کړې. د یادونې وړ ده چې په یاد نندارتون کې د ښځینه وو په لاس جوړ شوي بېلابېل توکي او کالي هم نندارې ته وړاندي شول. پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته