نړۍ

دسوريې په حمس ولايت کې دوه چاودنې .

دمشق  باختر دثور شپاړلسمه :
دسوريې دحمس ولايت په برالمخرم ښارګوټي کې نن سهار ددوو چاودنو له امله څه ناڅه دولس تنه ووژل شول اوڅلويښت  تنه نور ټپيان شول .
دنړيوالو خبري سرچينو دخبر له مخې ، دسوريې دحمس ولايت والي طلال  البرازي وويل تروريستانو په بمونو بار ديوې ليږدونکي واسطې  اودچاوديدونکو توکوديوکمربند په چولو سره څه ناڅه دولس تنه ووژل او څلويښت تنه نور يې تپيان کړل .
دهمدې خبر له مخې دتيرکال دکب دمياشتې په دريمه نيټه هم په حمس ښار کې په بمونوبار ددوو ليږدونکو وسايطو په چاودنه کې څلور شپيته تنه ووژل شول او ديوولسو ښځو په ګډون نهه پنځوس  تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
مخکې له دې دتيرکال دسلواغې دمياشتې  په شپږمه نيټه هم دحمس ښار داستوګنې په يوه سيمه کې دوو سختو چاودنو له امله څه ناڅه دوه ويشت تنه ووژل شول او کابو سل تنه نور ټپيان شول .
دسوريې  په حمس کې نننۍ  چاودنې  څوساعته له هغه وروسته شوې چې دامريکا متحده ايالاتو او روسيې  موافقه وکړه چې دحلب ښار په ګډون په سوريه کې نافذ اوربند تمديد کړي .
دهمدې خبر له مخې په حلب کې اوربند دتيرې شپې له نيمايي څخه نافذ دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته