سیاست

د جمهور رئيس حکم

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢  نيټه  :
په هېوادکې د چاپي، صوتي بنسټونو او رسنيو، نشراتي موسسو او د خبري آژانسونو د ستونزو د لرې کولو، د فعاليت د ځنډيدو د مخنيوي، ملاتړ او پياوړتيا په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمداشرف غني حکم !
د اساسي قانون د (٣٤)  مادې صراحت ته په پاملرنې سره، چاپي، صوتي بنسټونه او رسنۍ، نشراتي موسسې او خبري آژانسونه دهېواد داتباعو د افکارو، خبرو او ليکنې د خپرولو د وسيلې په توګه د بيان د آزادۍ په تحقق او مصونيت او د دموکراسۍ په تامينولوکې کليدي رول لري، د همدې ملحوظ له مخې د دغو بنسټونو د ستونزو د لرې کولو، د فعاليت د ځنډيدو د مخنيوي او د دغو بنسټونو د فعاليتونو د هڅونې، ملاتړ او پياوړتيا په خاطر ددغو مراتبو لارښوونه کيږي:
لومړۍ ماده :
د باقياتو د تحصيل د څرنګوالي د قانون د (١٢) مادې له صراحت سره سم، دهغو  صوتي رسنيو، نشراتي موسسو او د خبري آژانسونو ماليات چې تر اوسه پورې يې خپل ماليات نه دي ورکړي، په حد اکثر ډول په اوو کلونوکې په مياشتنيو قسطونو سره دې واخيستل شي.
دويمه ماده:
د اساسي قانون د (٦٤) مادې په  (١٨) فقره او د باقياتو د تحصيل د قانون په (٣٠) ماده کې د ليکل شوي صلاحيت له مخې د دغو بنسټونو پخواني مالياتي جريمې او دغه راز تر وروستۍ تصفيې پورې د دغو بنسټونو دمالياتي قسطونو په دوران کې معاف بلل کيږي .
دريمه ماده :
د مالياتو د لومړي قسط په ورکړې سره، د دغو رسنيو د فعاليت جواز ليکونه تمديديږي.
په استثنايي ډول د يو ځل لپاره، د هغو نورو رسنيو د مالياتي قسطونو نه تحويلي چې د واحد شخص تر ملکيت لاندې دي، د هغې رسنۍ د جواز د تمديد خنډ نه کيږي چې مالياتي قسط يې ورکړاى شوى دى.
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته