سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم : په افغانستان کې دناټو له ملکي استازو سره وکتل

کابل باختر د سلواغي څلورمه
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم  نن له غرمې مخکې په افغانستان کې دناټو  له ملکي استازي ماوريتس  جاخامز سره په کتنه کې هغو پړاونو ته  درسيدو په لاره کې چې په هغو کې په يوازيتوب سره وکولي شو په ټولو برخو کې په خپلو ټولو ستونزو بريالي شو دافغانستان دخلکو او دولت په ارادې باندې ټينګار وکړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ ،  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  په دې کتنه کې دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې په دې لاره کې دغه راز  نړيوال ملاتړ ته  اړتيا لرو . 
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دغه راز وويل  دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت هوډمن دى  چې دافغانستان  داساسي قانون  پربنسټ  دجمهوري رياست  دانتخاباتو د ترسره کولو په باب  په خپلو ژمنو عمل وکړي .
  په دې کتنه کې  په افغانستان کې دناټو ملکي استازي  ماوريتس جاخامز هيله وکړه  چې افغانستان وکولي شي په خپلو اوسنيو ستونزو بريالي شي او په دې لاره کې نړيواله ټولنه  ددغه هيواد ترڅنګ ولاړه ده .
ديو بل خبر له مخې ،  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن مازيګر دکاپيسا ولايت يو زيات شمير مشران ، مخور، روښانفکران او دبيلابيلو شوراګانو غړي  دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې ومنل او له هغوى سره يې په اړوندو سيمو کې دروانومسئلو په باره کې  خبرې وکړې .
  په دې کتنه کې چې دکاپيسا والي  محراب الدين صافي او ددغه ولايت دعالمانو شورا او دولايتي شورا رييسان هم حاضر و دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل  چې دهرولايت داوسيدونکو دسيمه ئيزو ستونزو حل کول  دافغانستان ددولت  مهمه دنده ده  چې په مسوولانه ډول  په ټولو برخو کې خلکو ته  دخدمتونو په وړاندې کولو کې هلې ځلې وکړي .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې په کاپيسا ولايت کې  دامنيتي حالت ښه والي  ددې زيرې ورکوي چې دهيواد امنيتي ځواکونو لازمه ځواکمني پيداکړې ده او لرى نه ده هغه ورځ راورسيږي چې دهيواد دټولو امنيتي چارو مسووليت په غاړه واخلي .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال دکاپيسا ولايت مشرانو ته وويل  چې په دغه ولايت کې دامنيت اوثبات په ساتنه کې  دغه راز ددولت او دخپلو امنيتي ځواکونو  ترڅنګ  پاتې شي .
  په دې کتنه کې  دکاپيسا والي محراب الدين صافي په دغه ولايت کې  دامنيتي حالت  دښه والي او ددغه ولايت په پراختيايي او انکشافي پروګرامونوکې  دپرمختګ ډاډ ورکړ او وي ويل چې ددغه ولايت خلک په پوره يو والي او پيوستون سره  لکه څنګه چې دخپل دولت تر څنګ ولاړ دي  باور لري  چې په هيواد کې په امنيت او ثبات سره سوکالي او ابادي دخلکو په برخه کې کيږي .
  په دې کتنه کې دغه راز دکاپيسا ولايت دعالمانو شورا رييس او ددغه ولايت دوو تنو مشرانو په دغه ولايت کې ځينې اوسني ستونزې دجمهوري رياست لومړي مرستيال ته وړاندې کړې .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  په دې برخه کې  دکاپيسا خلکو ته  ډاډ ورکړ  چې وړانديزونه به يې  وڅيړل شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته