ټولنه

په پروان کې یو واټ د یو جهادي شخصیت په نوم ونومول شو

۳۰- کابل / د سلواغې ۱۵ مه / باختر
په چاریکارو ښار کې د قلعه نو د ملا یوسف کلي واټ د ” شهید سرور خان” په نوم ونومول شو.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ دغه واټ د پروان د مرکز قلعه نو د مشرانو او اوسېدونکو په وړاندیز او د دغه ولایت د واټونو او اماکنو د نومولو کمېسیون په منظورۍ د ” شهید سرور خان” په نوم ونومول شو.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل چې د مجاهدینو او د علمي او فرهنګي شخصیتونو کارنامو ته درناوی د دوی مسوولیت دی او په همدې موخه دغه واټ د شهید قوماندان سرور خان د میړانې او اتلوالیو په ویاړ د هغه په نوم ونومول شو.
هغه زیاته کړه چې ځوانان او راتلونکي نسلونه باید د ښو شخصیتونو پر میړانې او اتلوالیو خبر وي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته