نړۍ

په جنوبي افريقا کې د وروستى تاوتريخوالي له امله نږدې ١٣٠ تنه ووژل شول

بانجي باختر دمرغومي څليرويشتمه :
د سره صليب د نړيوالې کميټې دفتر پرون اعلام وکړ چې په مرکزي افريقاکې  د وروستيو نښتو او اړو دوړ له امله څه ناڅه ١٣٠ تنه تنه وژل شوي دي.
د فرانسې د خبري آژانس دخبر له مخې: د سره صليب د نړيوالې کميټې دفتر ويلي دي چې د تيرې جمعې له ورځې څخه تراوسه پورې په مرکزي افريقا کې د اړو دوړ او نښتو له امله څه ناڅه ١٢٧ تنه وژل شوي او کابو سل تنه نور ټپيان شوي دي.
په مرکزي افريقا کې د سره صليب د کميټې د دفتر رييس آنتوان امبايو بوګووويل چې په دې وروستيو وختوکې ٢٥ مړي د مرکزي  افريقا په پايتخت بانجي ښارکې ٩٧ مړي په شمال لويديځ بوزوم ښارګوټى کې او ٥ مړي هم د دغه هيواد په جنوب لويديځ مباتا ښارکې پيدا شوي دي.
دغه کسان د لنډمهال جمهور رييس ميشل جوتوديا له استعفا وروسته چې د افريقايي هيوادونو د مشرانو په فشار سره ترسره شوه؛ وژل شوي دي.
دغونښتو د څو وروستيو مياشتوکې دومره زور واخست چې د دغه هيوادپه  سلګونو زره تنه اوسيدونکي يې مهاجرکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته