کابل/ باختر/ د سلواغې د میاشتې 4مه :
په پروان ولايت کې د دوه ميليونه اته سوه زرو افغانيو په لګښت دکرنيزو اوبو ددريو کانالونو دجوړولو کاربشپړاو ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. باختر آژانس د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرامونو د ادارې دمعلوماتو له مخې خبر ورکړ؛ د دغوکرنيزو کانالونوکارد ولسي تړون دملي پروګرامونو له خوا د پروان ولايت دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې بشپړاود خلکو داستفادي وړوګرځيدل. ددغو کرنيزو اوبو د کانالونو په جوړيدو سره ٦٢٠٠ جريبه زراعتي ځمکې خروبيږي او څه دپاسه ٣٠ زره کورنۍ له هغو څخه ګټه اخلي. پاى ذکرالله