ټولنه

د ملي تدارکاتو کمېسیون د پنجشېر د پارنده بند توربین پروژې په ګډون ۱۰ تدارکاتي مورده منظور کړل

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون له غرمې مخکې په دلګشا ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهوررئیس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې ۱۱ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې د ۵۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت دغه ۱۰ مورده منظور شول.
– د افغانستان د ښارونو د انکشاف پروژې قرارداد، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت اړوند د پنځو لویو ښارونو (هرات، کندهار، خوست، ننګرهار او مزارشریف) لپاره د ښاري لومړیتوب لرونکو پروژو د امکان سنجي او ډیزاین مطالعات. همدارنګه د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د بامیانو ولایت په ګډون د هېواد څو نور ښارونه هم وارزوي.
– د بلخ ولایت د مزارشریف د تخته پُل ساحې د څښاک اوبو د تامین پروژې قرارداد د وړاندې شویو بیو د تفاوت د ارزونې او د پیشنهادي داوطلب د تضمین د زیاتوالي په شرط.
پر دې سربېره د غوري سیمنټو تصدۍ د پولي صلاحیتونو د تجدید د منظورۍ غوښتنه د پرچون خریدارۍ په برخه کې ۱۰ میلیونه افغانۍ کمېسیون تائيد کړې.
همدارنګه د ستر درستیز صحیه قومنداني د اړتیا وړ ۳۷۸ قلمه درملو او لابراتواري رجنتونو د تدارک د قرارداد د فسخې منظوري په اړه د ملي دفاع وزارت غوښتنه تائید شوه. له بل لوري ملي دفاع وزارت له ملي تدارکاتو کمېسیون څخه د چرګ غوښې د وېش په اړه د لارښوونې غوښتنه وکړه چې په اړه یې کمېسیون لازمې لارښوونې وکړې.
د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د پنجشېر پارنده ۴ میګاواټه مایکرو هایدرال پروژې د پاتې کار او ډیزاین په اړه د زیربنایي کلیدي پروژو فوق العاده کمېټې پرېکړې په اساس د تدارکاتو د حقوقي مشاوریت د پرېکړې راپور په پایله کې تصمیم ونیول شو چې له اوکرایني کمپنۍ سره دې قرارداد تعدیل شي، ترڅو د اړتیا وړ توربینونه د اړوند وزارت تر نظر لاندې برابر کړي او د مخکېني قراردادي حقوقي موضوع چې پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی عدلي او محرومیت کمېټه دې هغه تعقیب کړي. 
له بل لوري د اجنډا مطابق په دې غونډه کې د کمېسیون غړو د دې کمېسیون د مخکېنیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق راپور په اړه بحث وکړ چې تائید شو او لاندې پروژې په کې شاملې دي:
– د عامې روغتیا وزارت اړوند د کندهار ۳۵۰ بستریز روغتون جوړولو پروژې قرارداد تعدیل د منظورۍ غوښتنې په اړه د پرېکړې تحقق.
– د ټرانسپورټ وزارت اړوند د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ ینګي قلعه ماورای کوکچه ۶.۲۸ کیلو متر اوږد سړک پروژې قرارداد مودې د تصحیح په اړه د لارښوونې غوښتنې په اړه د پرېکړې تحقق.
په همدې حال کې د ملي تدارکاتو ادارې د تفصیلي ډیزاین پروژو کې چوکاټي قراردادونو څخه د استفادې غوښتنه (چې د ټرانسپورټ وزارت د قراردادونو د ارزونې راپور د موندنو اغېز دی) د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړه چې د جزئیاتو له بحث، ارزونې او اورېدو وروسته کمېسیون د تفصیلي ډیزاین لپاره له چوکاټي قراردادونو څخه استفاده منظور کړه او لارښوونه یې وکړه تر هغو چې ادارې تفصیلي ډیزاین نه لري، قرارداد دې نه کوي.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته