کابل باختر دثور دويمه
په ننګرهار ولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله دکرنې يو زرو دوه سوه جريبه ځمکه او په لسګونو کورونه ويجاړ شوي دي .
دغه سيلاوونه له پرون سهار څخه دسره رود افغان مينه آدم خيلو ، بولي او بالاباغ په کليو کې راوتلي او تراوسه پورې دوام لري .
د ننګرهار ولايت دسره رود ولسوال علي اکبر سادات باختر اژانس ته وويل ددغو سيلاونو له امله دکرنې يو زرو دوه سوه جريبه ځمکه او په لسګونو کورونه ويجاړ او ديرش څاروي له منځه تللي دي